Banner

غيبي اوازونه

21.10.2007 20:24 راځي راته لـــــه مخامـــــخ هېنــــدارې اوازونـــــه
وحشت دی او  که څوک کوي کوکارې اوازونه
مودې وشوې چې داسوالګره راشي دلته کېني
خــو څــــوک هم اوري نه د دغې خوارې اوازونه
يو چا دلته ضرور د  چا مين زړه دی مات کړی
غــــيبي رادرومــــي ځکه له دې لارې اوازونـــه
حيران يم دا ستا ياد دی اوکه څه بلـــــــه بلا ده
په خوب کې راته بو کړي په بيدارې اوازونه.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.